له غبرګونونو وروسته؛ طالبان وايي له حجاب څخه يې هدف خامخا چادري نه ده
په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سُهیل شاهین پرون له ټاک تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې حجاب په افغانستان کې له پېړیو راهیسې رعایت کېږي او د دوی له لوري په وروستي فرمان کې نه دي ویل شوي چې ښځې دې خامخا چادري یا بورقه په سروي.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت ویندوی هم وايي چې چادري او بورقه حتمي نه ده خو دی په عین حال کې وايي چې له حجاب څخه د دوی منظور دا دی چې ښځې باید د مخ په شمول سرترپایه ځان پټ کړي.
نوموړي ويلي:"د حجاب تعریف دا دی چې ښځه ټوله پکې پټه وي، مخ پټول په حجاب کې (شامل) دي. بورقه او چادري یا دا تور رنګ؛ رنګ یې مهم نه دی که تور وي یا سور خو دا ډول حجاب یا ټیکری دا ټول حجاب بلل کېږي یا یو بل ډول حجاب چې یوه خورکۍ یې د ځان لپاره جوړوي هغه هم حجاب دی."
خو مهاجر په عین حال کې تور لګوي چې ځینو رسنیو د حجاب په اړه د دوی طرحه تحریف کړې ده.
نوموړی وايي:"ځینو رسنیو زموږ طرحه غلطه تعبیر کړې وه، په طرحه کې هلته په واضیح ډول ویل شوي دي، په دغه ډولونو کې هر ډول حجاب چې وي هغه حجاب بلل کېږي."
ده د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې باید د دوی اصولو ته درناوی وکړي او هماغه راز چې امریکا د ترکیې یا سعودي اصول نه مني یا دا دوه هیوادونه د امریکا اصول نه مني، پکار ده چې پر طالبانو هم د خپلو اصولو د بدلون په خاطر فشار رانه وړي.
ګڼ شمېر افغانانو او نړیوالو د چادرۍ یا بورقې د جبري کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې او هغه یې ظالمانه بللې ده.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د حجاب په شمول پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د نورو محدودیتونو په اړه سبا غونډه وکړي.
دا غونډه د ناروې په غوښتنه جوړېږي او په لړ کې به یې د افغانستان پر بشري وضعیت، د افغان نجونو د زده کړو د حق او د حجاب په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په باب بحث وشي.
په پام کې ده چې په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړې استازې او د مرستندوی ماموریت مشره دیبرا لاینز د امنیت شورا ۱۵ غړیو ته د طالبانو د نوي فرمان او د نورو قیوداتو په اړه معلومات وړاندې کړي.