کندز کې د غاصبانو له منګلو لسګونه جریبه دولتي ځمکه راګرځول شوې
د چارواکو د خبرو له مخې، په کندز کې د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون تراوسه پورې شاوخوا ۳۵ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت کړې او لاهم دغه بهیر دوام لري.
د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست رئیس مولوي امان الله حسن ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه پورې جوړ شوي کمېسیون د دې ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکه د سیمه ییزو زورواکانو له منګلو خلاصه کړې ده.
هغه زیاته کړه: "تراوسه پورې په کندز ولایت کې د ولسوالیو په شمول ۳۵ زره جریبه دولتي ځمکه چې هغه خلکو غصب کړې وه، تثبیت شوې ده. دغه راز ۲۵۰ جریبه دولتي ځمکه د غاصبانو له منګلو څخه خلاصه شوې ده."
هغه وویل، چې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو ډېره برخه د سیمه ییزو زوراکانو او د دولتي چارواکو له لوري غصب شوې وه.
نوموړي وويل: "کومو کسانو چې په دې شلو کلونو کې غصب کړى دى په دې کې حکومتي لوړپوړي چارواکي او زورواکان شامل دي او هغه کسان هم په کې شته دي چې له دولتي ځمکو سره يې ګډه پوله درلوده هغوى هم دولتي ځمکې له خپلو ځمکو سره ګډې کړي. خو دولتي ځمکو د غاصبانو زیات شمېر سیمه ییز زورواکان جوړوي."
د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي هم د حکومت د دې اقدام هرکلى کوي او ټينګار کوي، چې باید ټولې دولتي ځمکې او جایدادونه دغاصبانو له منګلو بېرته راوګرځول شي.
د دې ولایت یوه اوسېدونکي عمران خان ازادي راډیو ته وویل: "دغه د ابدان دښته یوه پارکي، تفریحي او څړځای ځمکه وه، چې دلته ښه پارک جوړېده او موږ هر ډول اقتصادي کارونه کولاى شول. خو له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې د دې دښتې ډېره برخه زورواکانو پر خلکو وېشلې ده او کورونه په کې جوړ شوي دي. خو که چېرې طالبان دولتي ځمکې توزیع کوي باید مستحقه خلکو باندې ووېشل شي."
کندزیان وايي، هغه ځمکې چې د غاصبانو له منګلو څخه بېرته راګرځول کېږي، باید د یو پلان له مخې د هېواد د ښیرازۍ او ابادۍ په خاطر پانګوالو او کروندګرو ته په اجاره ورکړل شي او هرکال به حکومت ورڅخه ښه عواید ترلاسه کړي.
د کندز یو بل اوسېدونکي ذبیح الله دقیق وویل: "د کندز ټول خلک د اسلامي امارت د دې اقدام هرکلى کوي. پخوا په دې ولایت کې دولتي ځمکې د سیمه ییزو زورواکانو، د ولسي جرګي غړو، د ولایتي شورا غړو او د سیمه ییزو قوماندانو له لوري غصب شوې وې، چې ټول خلک پرې خبر دي. اوس باید دولتي ځمکې په اجاره ورکړل شي او هرکال به حکومت ورڅخه ښه عواید ترلاسه کړي."
د چارواکو د معلوماتو له مخې د دولتي ځمکو د تثبیت او تشخیص او له غاصبانو بېرته راګرځولو کمېسیون د ولایت مقام، د امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمې، څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې، د ځمکو او اراضۍ د ریاستونو له استازو څخه جوړه شوى او مشري یې د کرنې ریاست کوي.