پېښور کې دوه سک دوکانداران وژل شوي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په پېښور کې د دوو سکانو وژنه وغندله.
نن سهار په پېښور کې موټرسايکل سپرو وسلوالو دوه سک دکانداران په ډزو ووژل.
په پېښور کې د دې پېښې د غندنې لپاره په لسګونو کسانو لاريون وکړ.
شهباز شريف په ميرانشاه کې د درې عسکرو په وژل کېدو هم سخت خپګان ښودلی.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې پاکستان کې وسله وال بريدونه ډېر شوي دي چې د پاکستان لومړی وزير يې هم اندېښمن کړی دی.