امريکا: نيويارک کې ۱۰ کسان په ډزو وژل شوي
د امریکا د متحدو ایالتونو په نیویارک ایالت کې یوه ۱۸ کلن سپین پوستي ځوان په هغه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې تورپوستي دي په ډزو ۱۰ کسان ووژل او درې تنه نور ټپیان کړل.
ډزې د شنبې په ورځ په یوه مغازه کې شوي او تورن کس وروسته پولیسو ته ځان تسلیم کړی دی.
چارواکو د دې پېښې انګېزه هغه تاوتریخوالی بللی چې اساس یې سخت نژادي تبعیض دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دغه پېښه کرکه پاروونکې بللې او غندلې یې ده.
د چارواکو په خبره مشکوک ځوان چې په تهاجمي وسله سمبال و، ظاهراً یې دا حمله په یوازې سر کړې ده.
هغه له خپله کوره تر څو ساعته مزله وروسته بُفالو ساحې ته تللی او دغه حمله یې د خپل ټویچ له اکاونټ څخه چې په ژوندۍ بڼه د ویډیوګانو د خپرولو یوه شبکه ده په ژوندۍ بڼه خپروله، دغه شبکه د امازون ډات کام اړوند ده.
ډېری کسان چې ډزې ورباندې شوي د چارواکو په خبره تورپوستي وګړي دي.
د محکمې په اسنادو کې د مشکوک سړي نوم پېټون ګنډرون (Payton Gendron) ښوول شوی، چې د نیویارک د جنوب د کانکلین ښارګوټي اوسېدونکی دی. په دې ښارګوټي کې شا و خوا ۵۰۰۰ کسان ژوند کوي.
مشکوک تن تر دې پېښې څو ساعته وروسته د لومړي درجه قتل په تور یوې محکمې ته حاضر کړای شو، چې حد اکثر مجازات یې له مشروطې ازادۍ پرته عمري بند کېدای شي.
په نیویارک کې د اعدام سزا نه شته. دغه کس به راروانه پنج شنبه، یعنې د مې میاشتې پر ۱۹مه بیا محکمې ته حاضر کړای شي.