لغمان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې
د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې الوخېل لوبډله له مشه خېل لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړه او لوبه څلور د یو په وړاندې د مشه خېلو په ګټه پای ته ورسېده.
دا سیالۍ په لغمان ولایت کې د والیبال لوبې د ودې په موخه پیل شوې وې.