کابل: د فوټسال لپاره یو شمېر لوبڅاران و روزل شول
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې په دې څلور ورځنۍ دوره کې لوبڅارانو ته په دوو عملي او نظری برخو کې د فوټسال په سیالیو کې د نویو قوانینو او اصولو په اړه روزنه ورکړل شوه.
له دې روزنیزې دورې فارغ شوي لوبڅاران کولای شي له دې وروسته د ولایتونو په کچه د فوټسال له سیالیو څارنه وکړي.