امريکا او اروپا کې د بيزو چيچک په نوم د وايرس پېښې تايد شوي
دا وایرس، چې د افریقا په ځینو سیمو کې یې اندېښنې پیدا کړې وې، په وروستیو ورځو کې په بریتانیا، هسپانیا او پرتګال کې هم تشخیص شوی دی.
د چهارشنبې په ورځ کاناډا هم ویلي و چې په دغه هېواد کې د ۱۳ مشکوکو قضیو په اړه څېړنې روانې دي.
خو د بریتانیا د روغتیا ادارې پرون (پنجشنبې) وویل چې هلته په دې وایرس ۹ کسانو اخته شوي.
د امریکا په ماساچوسیت ایالت کې هم یو تن چې کاناډا ته یې سفر کړی و، په دې وایرس اخته شوی دی.
د بیزو چیچک ناروغي د زوکام په شان نښې لري او په تبې، د عضلو درد او همدا راز د لاس و پښو په پړسوب پیلېږي، وروسته پر بدن تڼاکې راڅرګندېږي.