دايکندي: ترافيکي پېښه کې درې ښځې وژل شوي او ۷ کسان ژوبل دي
دا پېښه پرون د دایکندي په میرامور ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو فلنګکوچ ډوله موټره له سړکه ووت او چپه شو.
د راپورونو له مخې ټپیان د غزني روغتون ته بیول شوي دي.
افغانستان کې د ترافيکي پېښو لاملونه تر ډېره د لويو لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو تېز سرعت يادېږي.