ګوتيرش د تاجکستان په "ګورنو بدخشان" سيمه کې د شخړو په اړه اندېښنه وښوده
له دې سیمې د مرګ ژوبلې او شخړو د زیاتیدو راپورونه خپاره شوې دي.
په وروستیو څو ورځو کې د راپورونو له مخې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ وډب پرمهال تر وویشت کسانو پورې وژل شوې دي چې پکې یو پولیس هم شامل دی.
مظاهرې وروسته تر دې پيل شوې چې د راپورونو له مخې د پولیسو د توقیف پر مهال یو مدني فعال ووژل شو.