پیروزي لوبډله د لوګر د والیبال سیالیو اتله شوه
پیروزي لوبډلې د لوګر ولایت د والیبال سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د واليبال دغه سيالۍ چې د غويي میاشتې په ١٤مه د لوګر ولايت د مرکز او ولسواليو د ٢٦ لوبډلو ترمنځ په کلنګار ولسوالۍ کې پيل شوې وې چې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پای لوبه د کلنګار او محمد اغې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کلنګار لوبډلې ۲-۱ د محمد اغې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې سیالیو کې چینې لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.