راتلونکي مياشت افغانستان کې د کرونا ضد واکسين تطبيق پيليږي
ډبلیو ایچ او پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا کمپاین د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس، د کمپاین په لړ کې به له اتلس کلونو پورته ۵ ميلیون تنو ته کرونا ضد واکسین ورکړل شي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي و چې نژدې ۸ ميلیونه افغانان د کرونا پر ضد واکسین شوي دي.