عمرګل: د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو روزنه به په لېوالتيا وکړم
د افغانستان کرېکټ بورډ پرون ناوخته پر خپله وېبپاڼه کې ولیکل، چې د پاکستان تېز توپ اچوونکی عمرګل یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکلی دی.
عمر ګل تر دې مخکې د لنډ وخت لپاره د افغان لوبډلې د روزنې دنده منلې وه خو اوس د اوږد مهال لپاره ورسره تړون شوی دی.
عمر ګل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې له افغان لوبډلې سره له لنډمهالې دندې وروسته په لیوالتیا د اوږد مهالې دندې مسولیت مني.
۳۹ کلن عمر ګل د پاکستان لپاره د ټېسټ کرېکټ په ۴۷ لوبو کې ۱۶۳ وېکېټې په ۱۳۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۷۹ او په ۶۰ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۵ وېکټې اخیستي دي.