اجيت دوال: له تروريزم سره مبارزې لپاره بايد د افغانستان وړتيا لوړه شي
ښاغلي دوال زیاته کړه چې هند له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د هند حکومت تل د افغانانو ترڅنګ دریدلی او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
په پلازمېنې دوشنبې کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند سربېره د روسیې، چین، ایران او منځي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخیستې ده.