د روغتيا نړيوال سازمان: تنباکو هر کال د ميليونونه انسانانو ژوند اخلي
د روغتیا نړیوال سازمان یا who د سې شنبې په ورځ د تنباکو د زیانونو په اړه نوي معلومات خپاره کړل چې پکې راغلي، تنباکو هر کال د ميليونونه انسانو ژوند اخلي.
دا سازمان وایي، تنباکو د چاپیریال او د انسانانو روغتیا دواړو ته زیان رسوي اوغوښتنه کوي چې باید داسې ګامونه پورته شي چې صنعت یې د هغه ویجاړۍ لپاره چې د تنباکو په تولیداتو سره یې رامنځه ته کوي، ډېر حساب ورکوونکی وي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هر کال د تنباکو صنعت په نړۍ کې له اتو میلیونو د زیاتو انسانانو ژوند اخلي، شپږ سوه میلیونه ونې له مینځه وړي، یو ميلیون جریبه ځمکه ویجاړوي، ۲۲ ملیارد ټنه اوبه مصرفوي او څلور اتیا ميلیون ټنه کاربن ډای اکسایډ تولیدوي.
د تنباکو ډیری برخه په ټیټ او متوسط عاید لرونکو هېوادونو کې کرل کېږي، چېرې چې اوبو او کرنیزې ځمکې ته ډېری وختونه په سیمه کې د خوړو د تولید لپاره سخته اړتیا وي.
د روغتیا نړیوال سازمان، تنباکو زموږ سیاره مسموموي، ترسرلیک لاندې په دې راپور کې یادونه کړې چې هغه کاربن چې د تنباکو د صنعت د تولید، پروسس او ټرانسپورټ په نتیجه کې تولیدیږي، د هغه کاربن یو پر پنځه برخه ده چې ټرانسپورټي هوایي شرکتونه یې په کال کې تولیدوي او هغه د ځمکې د کرې د تودوخې د لازیاتوالي سبب کیږي.