هنديانو د نامتو سندرغاړي "سيدهو موسې والا" پر مړينه وير وکړ
په هند کې خلکو نن د رپ موسیقې د نامتو سندرغاړي سیدهو موسې والا پر مړینې ویر وکړ.
۲۸ کلن موسې والا، چې په هند او همداراز د کاناډا او برتانیا په پنجابي ټولنو کې یې خورا زیات مینه والو لرل د یکشنبې په ورځ د هند په پنجاب ایالت کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو په خپل موټر کې ووژل شو.
زرګونه کسان نن د پنجاب موسا نومي کلي ته ورغلل او د هغه مړي ته یې چې په ګلونو پوښل شوی و، درناوی وکړ.
پولیس وايي، نوموړی د جنايي بانډونو د سیالۍ په پایله کې وژل شوی او د هغه د وژنې مسوولیت هم د ګولدي برار په نوم بانډ منلی دی.