د تمباکو زیان او ترې د بچ کېدو لارې چارې
د مې په ۳۱ مه په ټوله نړۍ کې د تمباکو نه کارولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه. د صحت نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د تمباکو په لوګې کې له ۷۰۰۰ زیات کیمیاوي مواد وي چې ۷۰ په انسانانو او ځناورو کې د کینسر سبب جوړیږي. راپور زیاتوي چې هر کال په نړۍ کې د تمباکو د استعمال له وجې ۸ ميليونه خلک مري.