د پاکستان د قبايلي سيمو د مشرانو پلاوی کابل ته رسېدلی
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې پلاوي کې د وزیرستانونو، ورکزیو، کرمې، خېبر، مومند، باجوړ او ملکنډ په ګډون د بېلابېلو سیمو مخور شامل دي او د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی مولانا صالح شاه یې مشري کوي.
د دوی هدف له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره خبرې کول دي.
د افغانستان طالبان د دغو خبرو منځګړیتوب کوي.