د اوکراین او وېلز فوټبال لوبډلې سیالي لري
د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام ته لار کوي او د انګلنډ، امریکا متحده ایالتونو او ایران سره به په یوه ګروپ کې وي.
اوکراین لوبډلې نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلند لوبډلې ته ۳-۱ ماته ورکړه او نن شپه بیا فرصت لري، چې د لوبې په ګټلو او نړیوال جام ته په تګ سره خپل جګړه ځپلي هېوادوال خوشاله کړي.