په ننګرهار کې په بڼوالو د سبو او حبوباتو تخمونه ووېشل شول
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) په همکارۍ یې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو سره رود، دره نور، لعلپوره او مومندرې کې په ۸۷۸ بڼوالو د سبو او حبوباتو تخمونه وېشلي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ۳۰۰۰ کیلو ګرامه د لوبیا، ۶۰۰ کیلو ګرامه د پیازو او ۱۵۰۰ کیلو ګرامه د شفتالو تخمونه بڼوالو ته ورکړل شوي دي.
د کرنې وزارت ویلي، د سبو او حبوباتو د تخمونو له وېشلو یې هدف د اصلاح شویو ډولونو رواجول، د نویو کرنیزو لارو چارو معرفي او د مالدارانو او بزګرانو د عوایدو کچې لوړول دي.