اوکراين کې روس پلوه بېلتونپالو دوه برېتانوي وګړو ته د مرګ سزا اورولې
د دې بیلتونپالو مشران چې تر خپلې ولکې لاندې سیمه د دونېڅک د خلکو د جمهوریت په نوم یادوي پرون وویل د برتانیا وګړي آیدن اسلین او شوان پینیر او مراکشی محصل ساودون براهیم له دوه ورځنۍ محاکمې وروسته پرون په مرګ محکوم شول.
دواړه برتانویان چې په ماریوپول ښار کې یې د اوکراین په یو پوځي قطعه کې عسکري کوله په اپریل میاشت کې د روس پلوو بیلتونپالو له خوا ونیول شول او مراکشی محصل په مارچ میاشت کې په دونېڅک سیمه کې اسیر شوی و.