ارزګان کې د دوو کورنیو ترمنځ په لانجه کې ۳ تنه مړه شوي
د ارزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په لانجه کې ۳ تنه مړه شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اغا ولي قریشي ازادي راډيوته وویل، چې دغه پېښه د چهارچینو ولسوالي په تګاب سیمه کي تېره ورځ هغه مهال وشوه چې درې ورځې وړاندې یوې خوا د بلې درې تنه لومړی وتښتول او بیا يې ووژل.