رافايل ګروسي: ايران دې سملاسي د اټومي موافقې بيا ژوندي کولو خبرو ته حاضر شي
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر پر ایران غږ کړی چې سمدستي د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا ژوندي کولو لپاره خبرو ته حاضر شي.
رافایل ګروسي له CNN سره په یوه مرکه کې چې پرون (د جون په 12) خپره شوه، وویل چې دوی اړتیا لري وضعیت سم کړي او په ګډه کار ته دوام ورکړي.
امریکا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د نړۍ د قدرتونو له تړون څخه ووتله او پر دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.
ایران تیره اونۍ په خپلو اټومي تاسیساتو کې د ملګرو ملتونو ۲۷ څارګرې کمرې وتړلې ځکه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي و چې تهران اوه کاله مخکې د شوي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره همکاري نه کوي.