سریلانکا کرکټ لوبډلې له استرالیا درېیمه شل اوریزه لوبه وګټله
سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې له پرلپسې دوو ماتو وروسته له استرالیا درېیمه شل اوریزه لوبه وګټله.
د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، دغه سیالۍ چې اوونې وړاندې د سریلانکا په کوربتوب پیل شوې وې تېره ورځ د استرالیا په ماتې سره پای ته ورسېدې.
په دغه سیالۍ کې استرالیا سریلانکا ته په شل اورونو کې ۱۷۷ د منډو هدف وټاکه او سریلانکا د څلور ویکټو په درلودو سره دغه هدف په وروستي اور کې پوره او لوبه یې وګټله.
استرالیا له دې وړاندې له سریلانکا سره د شل اوریزو لوبلړۍ دوه لوبې ګټلې وې خو ورستۍ لوبه یې بیا وبایلله.