اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو د سيورودونيڅک ښار پر ډېرو برخو ولکه ټينګه کړې
اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو د اوکراین د سیورودونیڅک ښار پر ډېرو برخو ولکه ټینګه کړې، خو د دغه ختیځ ښار په لیرې پرتو سیمو کې سختې جګړې روانې دي.
په همدې حال کې کییف د عصري وسلو لپاره خپله احساساتي غوښتنه بیا تکرار کړه، چې په مرسته یې وکړای شي، په اروپا کې تر ټولو سختې جګړې په وړاندې مقابله وکړي.
د اوکراین د دفاع وزارت ویاند اولیکساندر موتوزیانیک پرون ویلي چې روسیې په سیوردونیڅک کې زیات پلونه ویجاړ کړي خو لا هم کوڅه پر کوڅه جګړه روانه ده.