جرمني: د مسافر وړونکو الوتنو شمېر زیات شوی
د جرمني د هوایي چلند اداره د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، نږدې ده چې د الوتنو کچه د ۲۰۱۹ کال په نړۍ کې د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې کچې ته ورسېږي.
د هغو نویو شمېرو له مخې چې نن سې شنبې خپرې شوي، د جرمني د هوایي چلند سکتور په چټکۍ سره په نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو مخکې کچې ته رسېږي.
د جرمني د ډي پي اې آژانس د راپور له مخې د جرمني عملیاتي فراپورټ ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، چې د جرمني تر ټولو لوی د فرانکفورټ نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنو شمېر په تېره مې میاشت کې له خپرې شوې کورونا وروسته تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی.
تېره میاشت دې هوایي ډګر ته نږدې څلور میلیونه او شپږ سوه زره مسافر ورغلي چې دا د مخکینۍ اپرېل میاشتې په نسبت ۶۰۰ زره زیات مسافرین دي.
دا د تېرکال په پرتله درې چنده زیات مسافرین دي چې د فرانکفورټ له هوایي دګر څخه یې کار اخیستي خو هغه بیا هم د ۲۰۱۹ کال د مې د میاشتې یعنې د کورونا له خپرېدو مخکې اندازې په پرتله ۲۶ سلنه کموالی ښيي.
د مسافرو شمېر داسې مهال په زیاتېدو دی چې د فراپورټ په شمول د هوايي چلند ادارې او شرکتونه د کارکونکو له کمي سره مخامخ دي.
ډېرو دغو شرکتونو په نړۍ کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته په زرګونو کارکونکي له کاره ګوښه کړي و چې اوس یې د تشې په ډکولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د جرمني د هوايي کنټرول د خدماتو ادارې، ډي ایف ایس ویلي، د هېواد په کچه د الوتنو زیاتوالی د پام وړ دی.
د دغې ادارې ویاند ویلي، چې د الوتنو شمېر اوس د ۲۰۱۹ کال پرتله نوي سلنې ته رسېدلی او شمېر یې لا په زیاتېدو دی.
په جرمني کې د مې له ۳۱ د جون تر پنځمې پورې نږدې شپېته زره الوتنې ثبت شوي چې دا د ۲۰۱۹ کال د یوې اونۍ په پرتله یوڅه لږ کمې دي.
هغه مهال په یوه اوونۍ کې د الوتو شمېر څه باندې ۶۹ زرو ته رسېده.