د افغانستان اقتصادي ستونزو په هواري کې د خصوصي سکتور رول مهم وبلل شو
یوناما په وروستي یو ټویټ کې ویلي، چې ډیبورا لاینز پرون سې شنبې په دوبۍ کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره په افغانستان کې د روانو اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دغو ستونزو په هواري کې یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله.
مېرمن لاینز چې په افغانستان کې یې دنده په ختمېدو ده، ویلي چې خصوصي سکتور کولای شي چې پرمختګ ته لاره هواره او افغان سړو او ښځو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.