د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام کې ګډون کوونکې لوبډلې معلومې شوې
دغه ۳۲ لوبډلې به په اته ګروپونو کې د یو بل په وړاندې ولوبیږي.
د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د روان کال د نومبر په ۲۱ نېټه په عربي هېواد قطر کې پېلیږي.
په قطر کې د دغه سیالیو لپاره له تېرو څو کلونو را پهدېخوا ترتیبات روان دي، څو بېلابېل د فوټبال لوبغالي او د مېلمنو لپاره مجلل هوټلونه جوړ شوي دي.