عمران خان د تيلو بيو لوړولو پرضد د جون پر ۱۹مه احتجاج اعلان کړی
د پاکستان حکومت د جون پر ۱۵مه د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې په درېیم ځل د تېلو بیې لوړې کړې. له دې سره په هغه هېواد کې د یو لیټر پېټرولو بیه شاوخوا ۲۳۴، د ډیزلو نرخ څه د پاسه ۲۶۳ او د خاورو تېلو بیه ۲۱۱ روپۍ ته رسېدلې ده.