کابل کې د سيکانو پر ګردواره برید: دوه تنه وژل شوي، ۷ ژوبل دي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسلهوالو په ننوتو سره پیل شو. د دې وزارت د ویاند په خبره، وسلهوالو لومړی د لاسي بم برید وکړ چې له امله یې په درمسال کې اور ولګېد.