د ناټو عمومي منشي: د اوکراین جګړه ښايي کلونه وخت ونیسي
د ناټو عمومي منشي خبرداری ورکړ، چې د اوکراین جګړه ممکن کلونه وخت ونیسي.
هغه د نړۍ له دولتونو یې وغوښتل چې کییف ته دې سره له دې چې قیمتونه لوړ دي، پرمختللې وسلې ورکړي.
د ناټو عمومي منشي د هغو واقعیتونو ته په کتو چې موجود دي، د اوکراین جګړې د اوږدېدو وړاندوینه کوي.
ینس سټولټنبرګ له جرمنۍ بیلد ام سونتاګ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن یکشنبه خپره شوه، تینګار کړی چې د اوکراین ملاتړ نه باید پای ته ورسېږي.
د هغه په وینا د اوکراین پوځي ملاتړ او له دغه هېواد سره د انرژي او خوراکي موادو مرسته په لوړه بیه پریوزي، خو زیاته یې کړه چې مرستې باید دوام وکړي.
په عین حال کې اروپایي ټولنې تیاری ښودلی، چې راتلونکې اونۍ به سپارښتنه وکړي څو اوکراین د دغې ټولنې د کاندید هېواد په توګه وپېژني.
بل لورته د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن کییف ته له پروني سفر وروسته سنډې ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مطلب کې لیکلي، وخت د اوکراین په اوسني وضعیت کې تر ټولو مهم فکټور دی.
جانسن زیاته کړې، چې اوکراینیان باید د ځان د دفاع په چاره کې د ستړیا مخه ونیسي.
روسیې دا مهال خپله جګړه د اوکراین پر سیویرودونتڅک او یو شمېر نورو ختیځو ښارونو متمرکزه او شدیده کړې ده.
د تر ټولو تودې جګړې راپورونه له سیویرودونتڅکه خپرېږي، ځکه که روسي پوځیان دا ښار ونیسي، د لوهانسک پر ټوله سیمه لاس بري کېږي.
بل لورته د اوکراین پوځي چارواکي وایي، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به له دغه ښاره دفاع کوي.
نن یکشنبه هم د اوکراین د ختیځ په ځینو ښارونو کې د تودې جګړې او د توغندیو توغولو راپورونه ورکړل شوي دي.
دا خبره د اوکراین د وسله والو ځواکونو قومندانۍ نن سهار وختي کړې ده.
پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل دادی نږدې څلور میاشتې ووتې او په دې موده کې لسګونه زره کسان وژل شوي او له لس میلیونو ډېر نور بې ځایه شوي چې اکثره بې ځایه شويو اروپایي هېوادونو ته پنا وړې ده.