د بدن د ښکلا او فټنس لوبډلې ۲۴ لوبغاړو د کابل منتخب ټيم ته لار پيدا کړه
د کابل د بدن ښکلا فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د بدن ښکلا او فټنس په دغو سیالیو کې د پلازمېنې له څلورو زونو څخه ۲۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
دغه سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره وې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
د سياليو موخه هم د کابل ښار منتخب ټيم ته د غوره څېرو پېژندنه ښودل شوي وه.