د تکواندو سياليو ۲۵م پړاو د جنوبي اسيا په کوربهتوب ترسره کېږي
د اسیا په کچه د تکواندو د اتلولیو سیالیو ۲۵م پړاو د جنوبي کوریا په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان د بدني رزونې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، دغه سيالۍ چې د روانې میلادي مياشتې په ٢٣مه پيلېږي، د افغانستان په استازيتوب پنځه لوبغاړي: محسن رضايي، حکمت الله زين، رامش حسيني، حسين لطفي، علي اکبر اميري پهکې ګډون کوي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې ټیم سره یوازې یو روزونکی او لوبډلمشر هم کوریا ته سفر کوي.
د جنوبي کوريا په (چون چان) ښار کې د اسيايي تکواندو په سيالۍ کې د څه دپاسه ٣٠ اسيايي هېوادونو ورزشکاران ګډون کوي.