جنوبي کوريا د اسيا ملتونو فوټبال جام سياليو کوربهتوب ته نوماند دی
جنوبي کوریا اعلان وکړ چې هېواد یې د اسیا ملتونو فوټبال جام له راتلونکو سیالیو ته د کوربهتوب لپاره کاندید دی.
د جنوبي کوریا د فوټبال فدراسیون وايي، هېواد چمتو دی، څو په ۲۰۲۳ میلادی کال کې د اسیا ملتونو فوټبال جام د سیالیو کوربهتوب وکړي.
وړاندې له دې قطر، سعودي عربستان، جاپان او ویتنام هم اعلان کړی و چې دوی په ۲۰۲۳ کال کې د اسیا ملتونو جام سیالیو کوربهتوب ته کاندیدان دي.
د کوربه هېوادو د نه ټاکل کېدو ترڅنګ، د اسیا فوټبال کنفدراسیون تر اوسه د دې سیالیو لپاره کره نېټه نه ده ټاکلې.