په هلمند کې د اوبو دوه ذخیرې جوړېږي
په هلمند ولایت کې د اوبو د دوو لویو ذخیرو د رغولو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت په مرکز د لښکرګاه ښار د بست کلا په سیمه کې د اوبو د دې دوو ذخیرو تخنیکی سروې، ډاکار موسسې ترسره کړې او د رغولو مالي لګښت یې د ملګرو ملتونو له نشه یې موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره ورکوي.
د هلمند د کرهنې او اوبو لګولو ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر رفیع الله ازادي راډیو ته وویل، د اوبو دا دوه ذخیرې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او دغه شان د څارویو لپاره د څر ځایونو د بیا رغولو په هدف جوړېږي، خو د دې پروژې د ټولټال مالي لګښت په اړه یې څه ونه ویل.