د غالیو تولیدونکي او صادرونکي نړیوال بازار ته د لارموندنې غوښتنه کوي
په افغانستان کې د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنه نړیوال بازار ته د لارموندنې غوښتنه کوي.
د دغې ټولنې مشر محمد انور رحیمي په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې دغه غوښتنه کړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، یاده لیدنه چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوې د افغانیو غالیو د نړیوال بازار تر څنګ په دغه برخه کې ښه تولید او اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې هم بحثونه شوي.
یاد وزارت وړاندې لیکلي، چې اوسمهال له افغانستان نه نورو هېوادونو ته د غالیو د صادراتو په برخه کې د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو د ټولنې د هغو ستونزو د حل ژمنه هم کړې، چې ددې ټولنې لخوا ورسره شریکې شوي.
په افغانستان کې دطالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره ددغه صنعت پانګه والو د خپلو تولیداتو پر وړاندې د نړیوال بازار نشتون جدي اندېښنه یادوي.