هند افغانستان ته ۶ ټنه طبي مرسته استولې
په پرونۍ مرسته کې، چې په کابل کې اندراګاندي روغتون ته وسپارل شوه، ضروري درمل شامل دي.
وروسته له دې چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه کړې، هند تر اوسه پورې په اوو پړاوونو کې ۲۰ ټنه طبي مرسته افغانستان ته لېږلې ده.
دې هېواد افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو ژمنه هم کړې چې ډېره برخه یې د پاکستان له لارې افغانستان ته رسېدلې ده.