حنا رباني کهر: لويديځ هېوادونه دې پر افغانستان بنديزونه نرم کړي
اغلې کهر پرون (پنجشنبې) په یوه مرکه کې وویل، له اقتصادي نظره د افغانستان انزوا به د دغه هېواد اقتصاد د پاشل کېدو لور ته بوځي.
دې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نړیوالو بانکونو د فعالیت درېدا او د دغه هېواد د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د افغانستان د اقتصاد لپاره خطرناکه وبلله.
د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزیرې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي انتقاد وکړ.