په سريلنکا کې د تیلو بحران ورځ تر بلې زیاتېږي
په سريلنکا کې د اقتصادي مشکلاتو له کبله د تېلو کمي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. هلته اوس حالت دې ځای ته رسېدلی چې سکولونه تړل شوي او سرکاري نوکران له کوره پر کار کولو مجبور شوي دي. بوریوال کاکړ د رویټرز اژانس د ویډیوګانو پر اساس راپور برابر کړی دی.