ننګرهار کې يو شمېر کروندګرو ته کرنيز وسايل ورکړل شول
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د« UNDP» مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان لپاره د هالنډ کميټې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې یې بزګرانو ته کرنیز وسایل ویشلي.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دې ریاست له قوله په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې دغه وسایل تېره ورځ د ۶ شوراګانو له لارې شاوخوا ۱۵۰ بزګرانو ته ویشل شوي.
د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ویشل شویو وسایلو کې د جوارو هایبریډ تخمونه، کیمیاوي سرې، دوا پاش او یو شمېر نور کرنیز وسایل شامل دي.
(UNDP ) او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د دې ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو د پلي کېدو خبره کړې.