ډنمارک: کوپنهاګن کې درې کسان په يوه بريد کې وژل شوي
د ډنمارک د پلازمېنې کوپنهاګن له ګڼه ګوڼې په یوه ډک پلورنځای کې د یوه وسلهوال کس په حمله کې درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د پولیسو یوه چارواکي سورن توماسن تېره شپه خبریالانو ته وویل دغه ۲۲ کلن ډنمارکی تر حملې وروسته ونیول شول.
د ده په خبره داسې نه ښکاري چې په دې حمله کې دې بل څوک هم دخیل وي، خو پولیس لا هم څېړنه کوي.
په ډنمارک کې د وسلې په ذریعه د تاوتریخوالي پېښې ډېرې نه کېږي.
پولیس وايي لا وختي ده چې د پرونۍ دغې حملې د انګېزې په باب څه وویل شوي.