د بلجیم پارلمان له ایران سره د یوه تړون پر تصویب یا نه تصویب بحث کوي
دغه تړون په دې اړه دى چې یو ایرانی ډیپلومات چې له پاریس بهر د بمي حملې په تور په شل کلن بند محکوم دی، بېرته ایران ته ولېږل شي که نه.
دغه تړون د اپوزیسیون د وکیلانو او د ایران د سیاسي مخالفانو د مدافع وکیلانو انتقادونه پارولي دي.
دوی وايي، دا به دې ته لار اواره کړي، د اسد اله اسدي په نوم ایرانی وګړی به چې په تروریستي فعالیت تورن او د ۲۰۲۱م کال په فبروري میاشت کې محکوم شوی، بېرته ایران ته ولېږل شي.
د بلجیم په پارلمان کې د اپوزیسیون یوه وکیل جورجیس دالیماګني وویل، د دغه تړون متن د اسدي لپاره برابر شوی دی.
دغه ایرانی په ۲۰۱۸م کال پاریس ته نږدې د ایران د یوې مخالفې تبعید شوې ډلې، د ایران د مقاومت ملي شورا پر یوه غونډه د بمي حملې د طراحۍ له کبله په تروریزم محکوم شوی.