پاکستاني چارواکي افغانان د جولای تر نهمې پر تورخم افغانستان ته په تذکرو تللی شي
د خیبر ضلعې د لنډيکوتل مرستیال کمشنر ارشاد خان د جولای پر پنځمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې وفاقي حکومت د "ښه نیت" د جذبې له مخې افغان وګړو ته د جولای تر نهمې نیټې پورې یوازې په تذکرو خپل هېواد د تګ اجازه ورکړې ده.