د ملګرو ملتونو راپور: زرګونه ماشومان د جګړو په سيمو کې ژوند کوي
د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه د ملګرو ملتونو نوی راپور ښېي چې دا مهال زرګونه ماشومان د جګړو په سیمو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.
دا راپور چې پرون خپور شو، دماشومانو د حقونو په وړاندې په تېر ۲۰۲۱ کال کې د نژدې ۲۴ زره سرغړونو یادونه کوي چې په ورځني ډول یې شمېر ۶۵ ته رسیږي.
راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې ماشومان په کې د جګړې له کبله سخت متاثره شوي دي.
راپور زیاتوي چې ماشومان پر افغانستان سربېره په کانګو جمهوریت، اسرایل، د فلسطین په اشغال شویو سیمو ، سومالیا، سوریې او یمن کې د وسله والو شخړو د سرغړونو ښکار شوي دي.
په افغانستان کې له تېر کال اګست راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي وسله والې شخړې ډېرې کمې شوي، خو پر ماشومانو د تېرو جګړو اغېز لا پر خپل ځای دی.