افغانستان بانک: خلک دې د 'فوريکس اپلکېشن' له لارې انلاين راکړه ورکړه نهکوي
دغه بانک ویلي، سره له دې چې د دغه اپلکېشن له لارې د پولې راکړې ورکړې په تړاو دوه اونۍ وړاندې بانک خبرپانه خپره کړې وه، خو اوس هم په ځینو ولایتونو کې دغه چاره ترسره کېږي.
د افغانستان بانک ویلي، دوي هڅه کوي چې د دغه غیر قانوني کړنې د مخنیوي په موخه کسان تر پېژندنې وروسته قانون ته وسپاري.
فوریکس د پيسو هغه انلاین بازار دی چې کارونکي کولای شي په دې بازار کې په انلاین بڼه پيسې سپما او یا هم له یو ځایه بل ځای ته ولېږي.
له هغې وروسته چې په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او په دغه هېواد کې پولي خدمتونه له خنډ سره مخ شوه د فوریکس او دې ته ورته نورو انلاین پرګرامونو بازار ګرم شوی دی.