اسرايلو ته د بايډين سفر؛ ټاکل شوې نن امريکا او اسرايل د ايران د اټومي پروګرام په اړه يوه هوکړه وکړي
ټاکل شوې ده چې نن د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسراییل له صدراعظم یاییر لاپید سره ګډ تړون لاسلیک کړي چې پکې به دا ژمنه کوي چې ایران به نه پریږدي چې اټومي وسله ترلاسه کړي.
د امریکا یوه جپګوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې له دې سره به د متحد ایالتونو او اسراییل ترمنځ د اوږدې مودې امنیتي اړيکي پراخ شي.
دې چارواکي وویل، دا اعلامیه ډیره مهمه ده، په دې کې ژمنه شوې چې کله به هم اجازه ور نهکړي چې ایران اتومي وسله ترلاسه کړي او د بې ثباتۍ داسې هڅې وکړي چې اسراییل په نښه کړي.
جو بایډن پرون تل ابیت ته ورسېد، له ولسمشر کېدو وروسته دا اسراییل ته د ده لومړی سفر دی.
د چارواکو په وینا دی به نن د اسراییل له صدراعظم یاییر لاپید سره په ګډه خبرې غونډه کې برخه واخلي.
ولسمشر بایډن ویلي دي چې دی غواړي چې واشنګتن له ایران سره د دوه زره پنځلسم کال اټومي تړون ته بېرته ستون شي.
دا تړون د ولسمشر بارک اوباما په وخت کې له ایران سره د متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ پیاوړیو قدرتونو لاسلیک کړی و چې بیا په دوه زره اتلسم کال کې ولسمشر ډانالډ ټرمپ له دې تړون څخه بهر شو او ویې ویل چې ایران د دې تړون شرایط نه دې پوره کړي او په منځني ختیځ کې د ترهګري هڅو لپاره کار کوي، خو تهران دا ادعا رد کړې ده.
د ایران او لویدیځ ترمنځ د دې تړون د بیا ژوندي کولو لپاره پرله پسې خبرې روانې دي.
اسراییل د دې اټومي تړون مخالفت کوي او بیا بیا دا ویره څرګندوي چې ایران په پټه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په تکل کې دی.
ولسمشر جو بایډن د اسراییل ټلوېزیون ته وویل چې دا تړون د دې لپاره تر ټولو ښه زمینه برابروي چې ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو وګرځوي.
کله چې له ولسمشر بایډن څخه پوښتنه وشوه، چې متحد ایالتونه به له ځواکونو هم استفاده وکړي که چېرته اړتیا وه، ده په ځواب کې وویل دا وروستۍ وسیله وي.