سريلانکا: مظاهره چيان د پارلمان رئيس سره خبرو ته چمتو شول
د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې مظاهره چیانو موافقه وکړه چې د پارلمان له رئیس سره خبرو ته کښېني او دولتي ودانۍ تخلیه کړي.
دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا چې پرون له اسعتفی پرته مالدیف ته تښتېدلی و له هغه ځایه سینګاپور ته تللی او اوس خبرونه وایي چې د سعودي عربستان جدې ښار ته رسېدلی دی.
په سریلانکا کې وضعیت کړکېچن دی، حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د پارلمان رییس ماهیندا یاپا ابیواردینا اعتراض کوونکو ته وویل چې د دې لپاره چې ولسمشر استعفی نه ده کړې دی به د ټولو قانوني لارو چارو مطالعه وکړي چې حل لاره پيدا شي.
که ولسمشر استعفی وکړي، پارلمان به راتلونکې اونۍ چهارشنبې نوی ولسمشر غوره کړي.