مسؤلين: د غزني په ګېرو ولسوالۍکې د نس ناستې ناروغۍ پېښې ثبت شوي
دوی وايي دغه ناروغي په دغه ځای کې د ناپاکو اوبو د څښلو له امله رامنځ ته شوې ده.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په هلمند، کندهار،زابل او دایکندي کې سلګونه کسان په کولرا اخته شوي.
یوازې په هلمند کې د شلو کسانو مړینه تایید شوې.