د برېتانيا د صدارت چوکۍ د نوماندانو ترمنځ رقابتونه دوام لري
د برېتانیا د مالیې پخوانی وزیر ریشي سوناک د صدارت چوکۍ ته د نومونې لپاره د محافظه کار ګوند د پارلماني غړیو ډېرې رایې ترلاسه کړې.
هندي الاصله ریشي سوناک د تېرې سې شنبې په ورځ وروسته له هغه چې د بوریس جانسن له کابینې يې استعفا ورکړه ویې ویل چې د صدارت لپاره کاندیدیږي.
تر اوسه پورې د محافظه کار ګوند له لوري د صدارت چوکۍ ته د کاندیدانو په منځ کې د سوناک رایې ۸۸ دي چې تر ټولو ډېرې دي.
له ده وروسته د برېتانیا پخوانۍ دفاع وزیره پني موردانت ۶۷ رایې لري.
دا لومړنۍ ښځه ده چې په برېتانیا کې یې د دفاع وزیرې په توګه دنده اجرا کړې ده.