پاکستاني پوځ بلوچستان کې عمليات پيل کړي
پاکستاني چارواکو نن وویل چې پر دې عملیاتو یې وروسته تر دې لاس پورې کړ چې د پوځ یو افسر روانه اونۍ وسله والو برمته کړ.
شاوخوا پنځلس یاغیانو چې د پولیسو جامې یې په تن کې وې ډګروال لایق میرزا د سې شنبې په ورځ د زیارت په ښار کې د سفر پرمهال له موټره د کورنۍ له غړیو سره ښکته کړ، بیا یې د ده د کورنۍ غړي پرېښودل او ډګروال لایق یې له ځانونو سره بیولی.
وروسته یې وویل چې دا ډګروال یې وژلی دی.
د پوځ په وینا د تېرې شپې د برید پر مهال یو پوځي او اووه یاغیان وژل شوي دي او دا عملیات لا هم روان دي.