د ماليزيا یو شمېر سکتوري ادارې له افغان پانګوالو سره خپلې تجربې شریکوي
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې دواړو خواو په همدې موخه نن دوشنبه په کابل کې درې ورځیني ورکشاپ پیل کړی.
د وزارت په خبره، دغه ورکشاپ په پرانیست غوڼده کې، دواړو خواو ټینګار کړی چې یاد ورکشاپ به د سوداګرۍ او همداراز د پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي.
سره له دې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغو سکټوري ادارو نومونه نه دي لیکلي خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار سره په افغانستان کې د اسلامي بانګدارۍ په برخه کې د همکارۍ او دغه شان په نورو سوداګریزو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې وه.